د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ د یو فرمان له مخې د روغتیا پر نړیوال سازمان د خپل هېواد ټولې مرستې بندې کړې.
ټرمپ نیوکه کړې، چې دغه سازمان د کورونا وېروس په مدیریت، مهارولو، د عامه پوهاوي او اطلا رسوونې په برخو کې پاتې راغلی دی.
هغه پر یاد سازمان تور پورې کړی، چې د دې ناروغۍ په مهارولو کې یې بېغوري کړې او باید په دې اړه خلکو او هېوادونو ته ځواب ووایي.
د ده په خبره، روغتیا سازمان په چین کې د دغه وېروس له پېښېدو سره پر یو وخت کولی شوای، چې کورونا هملته له منځه یو سي، خو په خبره یې دې ادارې خپل کار په سم ډول نه دی ترسره کړی.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال کورونا وېروس په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی او د نړۍ تر ۲۰۰ ډېرو هېوادونو کې یې زرګونه کسان وژلي دي.


