د بریټانیا رسنیو خبر ورکړی، چې هلته کورونا وېروس تازه د ۹۱۷ کسانو ژوند اخیستی دی.
په دې سره په دغه هېواد کې د دې وبا له امله نهه زره او ۸۷۵ تنه مړه شوي او هلته د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۸ زره او ۹۹۱ دی.
په هسپانیا کې په تېرو ۱۹ ورځو کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته را لوېدلی.
په دغه هېواد کې د دې وبا له امله له تېرې ورځې راهیسې ۵۱۰ تنه مړه شوي دي.
په یاد هېواد کې نېږدې ۱۶۲ زره مثبتې او د مړېنې ۱۶ زره او ۳۵۳ پېښې ثبت شوي دي.
په ایران کې د کورونا وېروس څه باندې اویا زره مثبتې پېښې ثبت شوې او د دې وېروس له امله تر اوسه څلور زره او ۳۵۷ تنه مړه شوي دي.
په پاکستان کې بیا د کووید-۱۹ نېږدې پنځه زره مثتبې پېښې ثبت شوي دي.
د دغه هېواد چارواکي وايي، د یاد وېروس له امله د مړو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی او نېږدې اته سوه رغېدلي دي.


