د رسنیو د راپورونو له مخې، په نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له ۱۰۰ زره اوښتی دی او پر دې ناروغۍ یو میلیون او ۶۷۵ کسان اخته شوي دي.
اوسمهال په نړیواله کچه امریکا پر کورونا وېروس د اخته کسانو په سر کې ده.
په دغه هېواد کې تر دې دمه د کورونا وبا له امله د مړو شمېر ۱۸ زره او ۴۷۸ تنو ته رسېدلی او تر نیم میلیون زیاتې پېښې هلته ثبت شوې دي.
تر امریکا وروسته په اسپانیا کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۷ زره ته رسېدلی او ۱۵ زره او ۹۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.
بلخوا، د اروپا په یو بل هېواد ایټالیا کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر ۱۸ زره او ۸۰۰ ته پورته شوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷۰ کسان د پېښې شوې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.


