د ریپوټونو له مخې د سعودي په مشرۍ عرب ټلواله چې یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد جنګېږي، خبر ورکوي چې ژر به یمن کې اوربند پیل کړي.
د معلوماتو له مخې دا اوربند نن د پنجشنبې ورځ پیلېږي او هدف یې د ملګرو ملتونو د هغو هڅو د ملاتړ لپاره دی چې په کې د پنځه کلنې جګړې پای ته رسېدل غواړي.
عرب ټلواله په ۲۰۱۵کال کې د حوثي وسلوالو پر ضد جګړه پیل کړې ده چې تر اوسه ادامه لري او دې ډلې د اوربند اعلان کړی دی، خو لاهم روښانه نه ده چې حوثي وسله وال به دا اوربند ومني او که نه.
خو د حوثي وسله والې ډلې ویاند محمد ابو سلام وایې چې د جګړې پای ته رسېدو په تړاو یې خپل نظر ملګرو ملتونو ته سپارلی دی.
یمن کې جګړې وضعیت ډېر خراب کړی او اوس تر ټولو بد انساني ناورین بلل کېږي، چې روانې جګړې د یمن ولس قرباني کړی او دا هېواد یې د شړېدلو تر درشله رسولی دی.
ملګرو ملتونو په تېر کې د اوربند منځګړتوب کړی، خو دا اول ځل دی چې د سعودي په مشرۍ ټلواله سرتاسري اوربند اعلانوي.


