ads

سل تنه طالب بندیان د افغان حکومت له بنده آزاد شول

  پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکړ، چې سل طالب بندیان یې له زندانه د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې ازاد کړل او له یادو بندیانو یې سوګند اخیستی چې بیابه د جګړې ډګر ته نه ستنیږي. دا سل طالب بندیان ددوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو […]

نویسنده: shams
21 وری 1399
سل تنه طالب بندیان د افغان حکومت له بنده آزاد شول

 

پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکړ، چې سل طالب بندیان یې له زندانه د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې ازاد کړل او له یادو بندیانو یې سوګند اخیستی چې بیابه د جګړې ډګر ته نه ستنیږي.

دا سل طالب بندیان ددوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف خوشې شوي دي.

خو وسله وال طالبان بیا وایي، چې دا بندیان له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه دي او له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشې شوي.

بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر افغان سیاستوال او طالبانو غږ کړی چې خپلو منځو کې سره خبرو ته کېني او د خپل هېواد ۴۰ کلنه غمیزه پای ته ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA