ads

الېس ویلز: امریکا افغانستان کې د مېشتو سېکانو امنیت په تړاو اندېښنه لري

  په جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په خپل ټوېویټ کې لیکلي، چې امریکا د افغان سېکانو امنیت ته جدي اندېښنه لري او په دې برخه کې له ټولو افغانانو غوښتي چې په ګډه سره د افغان سېکانو امنیت خوندي کړي. د حمل میاشتې […]

نویسنده: shams
21 وری 1399
الېس ویلز: امریکا افغانستان کې د مېشتو سېکانو امنیت په تړاو اندېښنه لري

 

په جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په خپل ټوېویټ کې لیکلي، چې امریکا د افغان سېکانو امنیت ته جدي اندېښنه لري او په دې برخه کې له ټولو افغانانو غوښتي چې په ګډه سره د افغان سېکانو امنیت خوندي کړي.

د حمل میاشتې په ۶مه د کابل شور بازار سیمه کې د سېکانو پر درمسال برېد وشو چې له کبله ۲۷کسان ووژل شول او اته نور یې ټپیان کړل.

له برید وروسته داعش وسله والې ډلې د یاد برید مسوولیت ومانه، خو ځینو سرچینو بیا دا برید د حقاني شبکې، لشکر طیبې او د پاکستان د آی ایس آی ګډ کار وباله.

خو له څو ورځو په تېرېدو سره د افغانستان د ملي امنیت د یاد برېد د طراح او د داعش ډلې د خراستان ډلې مشر اسلم فاروقي له ۱۹نورو مهمو غړو د نیول کېدو خبر ورکړ.

باید یاده شي چې افغان سېکانو له برید وروسته د هند سفارت ته یو لیک لېږلی و او په لیک کې یې له هندستان څخه د پانه غوښتنه کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA