ads

ګواښنه د کوم هدف لپاره

که څه هم د امریکا متحده ایالات ګواښنه کړې، که چېرته افغان مشران خپل سیاسي اختلافات حل نه کړي او له طالبانو سره هوکړې ته ونه رسېږي، خپل ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، خو دا نه ښکاري چې ایا امریکا په دې ګواښنې سره د خپلو سیاسي ګټو خوندي کول غواړي او که […]

که څه هم د امریکا متحده ایالات ګواښنه کړې، که چېرته افغان مشران خپل سیاسي اختلافات حل نه کړي او له طالبانو سره هوکړې ته ونه رسېږي، خپل ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، خو دا نه ښکاري چې ایا امریکا په دې ګواښنې سره د خپلو سیاسي ګټو خوندي کول غواړي او که د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د رامنځ ته شوې شخړې د حل لټه کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جمهور رییس ټرامپ په غوښتنه له افغان سیاسي مشرانو غوښتي چې خپل اختلافونه حل او له طالبانو سره توافق ته ورسېږي. هغه ګواښ کړې که چېرته دا کار ونه شي امریکا به خپلې مرستې نورې هم کمې کړي او ورسره جوخت به خپل ټول ځواکونه هم وباسي.
بهرنیو سرچینو ویلي، چې دغه پیغام په یوه مشخصه جلسه کې ډاکتر غني او عبدالله ته رسول شوی دی. پمپیو همدارنګه ګواښ کړی که چېرته له طالبانو سره د امریکا توافق له ماتې سره مخ شي، د هغه مسوولیت به د ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله پر غاړه وي.
تر کومه ځایه چې دې ګواښنو ته کتل کېږي، نو داسې برېښي چې ګواکې امریکا دې د درېیو هدفونه په کې تعقیب کې وي. یو هدف يې ښايي دا وي چې د غني او عبدالله ترمنځ رامنځ ته شوې شخړه حل کړي. بل هدف يې دا ښکاري چې له طالبانو سره د خپل توافق له احتمالي ماتې څخه په اندېښنه کې ده او درېيم هدف يې دا دی چې د فشار د واردولو له لارې هغه څه چې غواړي عملي کړي. په دې منځ کې ډېری په دې نظر هم دي چې امریکا ته خپلې ګټې تر هر څه مهمې دي او نور مسایل ورته ډېر اهمیت نه لري او له رامنځ ته شویو مسایلو څخه یوازې او یوازې د فشار د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.
د ټولو ځواکونو د ایستلو ګواښ داسې څه نه برېښي چې تاوان يې یوازې افغانستان ته ورسېږي. له داسې یو اقدام سره خپله امریکا، سیمه او نړۍ هم اغېزمنېږي. ځکه ټوله نړۍ دا وېره لري چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ ځاله ونه‌ګرځي. خو د مرستو د کمولو او بندولو ګواښ یو څه زیات د اندېښنې وړ دی. کیدای شي له دې کار سره د افغانستان حالت کړکېچن او ډېر خراب شي، په تېر ه بیا چې د سیمې په کچه ډېر خواخوږي هم نه لري.

یادو مواردو ته په پام یو شمېر خلک دا پوښتي چې آیا دغه فشارونه به نتیجه او پایله ولري او که نه؟ آیا رامنځ ته شوی سیاسي کړکېچ به پای ومومي او که نه؟
خلک فکر کوي که چېرته د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي شخړه ختمه نه‌شي، او له طالبانو سره هوکړه ونه شي او امریکايي ځواکونه ټول له افغانستان څخه ووځي، څه به وشي؟
دا هغه اندېښنې دي چې په واقعي ډول يې افغانان تر فشار لاندې نیولي او غواړي ژر تر ژره د حل يوه لاره ورته وموندل شي. د خلکو غوښتنه دا ده چې افغان سیاسي مشران په پوره تدبیر سره البته د افغانستان لوړو ګټو ته په ژمنتیا، پر یوې هوکړې سلا شي، په داسې يوې هوکړې چې د تېرو پنځو کلونو ترخې تجربې په کې تکرار نه‌شي. دا مسئله ځکه له خلکو سره مطرح ده چې د سیاسي لوریو له سنګرنیونو څخه داسې ښکاري چې بیا د قدرت په لټه کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA