ads

په غور کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غور په شهرک ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر کاروان د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی. د سرچینې په خبره، طالبانو تېره ورځ د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په دهنه مرغه او حصارک سیمو کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 وری 1399
په غور کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غور په شهرک ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر کاروان د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی.
د سرچینې په خبره، طالبانو تېره ورځ د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په دهنه مرغه او حصارک سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید ترسره کړ.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې نښته کې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوی څلور کړۍ خښ شوي ماینونه هم له منځه یوړل شول.
افغان ځواکونو خپل ځانته د اوښتې مرګ ژوبله په تړاو څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA