ads

په درېیو ورځو کې د تورخم له لارې ۱۵ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د تورخم دروازه د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو پر مخ خلاصه شوه، چې د څو ورځو په تېرېدو له یادې لارې شاوخوا ۱۵ زره افغانان هېواد ته راغلل. خوږیاڼی وایي، تراوسه په راغلو کسانو کې کومه شکمنه پېښه نه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 وری 1399
په درېیو ورځو کې د تورخم له لارې ۱۵ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د تورخم دروازه د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو پر مخ خلاصه شوه، چې د څو ورځو په تېرېدو له یادې لارې شاوخوا ۱۵ زره افغانان هېواد ته راغلل.
خوږیاڼی وایي، تراوسه په راغلو کسانو کې کومه شکمنه پېښه نه ده ثبت شوې، خو د ولسوالیو مسولینو ته یې امر کړی، چې راستانه شوي کسان بهر ته پرې نېږدي.
د تورخم دروازه د تېرې دوشنبې په ورځ یو طرفه پرانیستل شوه.
چارواکي وایي، تمه لري چې په نېږدې ورځو کې به د سوداګریزو توکو پر مخ هم پرانیستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA