ads

په بلخ کې وسله والو طالبانو اووه ملکي وګړي په ډزو وژلي

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي په شولګرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د اوو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي. د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، تېر ماښام ناوخته طالبانو د شولګرې ولسوالۍ پر قوزي خوال کلي برید وکړ او اووه ملکي وګړي یې له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 وری 1399
په بلخ کې وسله والو طالبانو اووه ملکي وګړي په ډزو وژلي

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي په شولګرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د اوو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، تېر ماښام ناوخته طالبانو د شولګرې ولسوالۍ پر قوزي خوال کلي برید وکړ او اووه ملکي وګړي یې له ځان سره بوتلل.
عادل زیاتوي، چې نن سهار د یادو کسانو مړي د جلي سورخ په سیمه کې پیدا شوي او په دې پېښه کې یو ۱۰ کلن ماشوم هم ټپي شوی دی.
د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو دغه کسان له دې کبله وژلي، چې د حشر او ذکات له ورکولو یې ډډه کړې وه.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA