ads

د امیري کمپلکس روغتون فعالیت وځنډول شو

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په کابل ښار کې د امیري کمپلکس روغتون د فعالیت ځنډېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغه روغتون ۶.۵ فیصده کارکوونکي پر کورونا وېروس اخته شوي دي. هغه زیاته کړه، تر هغه چې د یاد روغتون د ټولو کارکوونکو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 وری 1399
د امیري کمپلکس روغتون فعالیت وځنډول شو

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په کابل ښار کې د امیري کمپلکس روغتون د فعالیت ځنډېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغه روغتون ۶.۵ فیصده کارکوونکي پر کورونا وېروس اخته شوي دي.
هغه زیاته کړه، تر هغه چې د یاد روغتون د ټولو کارکوونکو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ازموینې مالومېږي، دغه روغتون خپلو فعالیتونو ته دوام نه شي ورکولی.
د امیري روغتون فعالیت پر داسې مهال ځنډول کېږي، چې په یاد روغتون کې د حبیب الله حنیف په نوم ډاکتر د کورونا وېروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
یاده دې وي چې تر اوسه په افغانستان کې ۴۲۳ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي، ۱۴ مړه او ۲۰ نور ترې روغ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA