ads

امریکا د روغتیا پر نړیوال سازمان مالي مرستې بندوي

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان په توپیري چلند تورن کړی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد به له یاد سازمان سره مالي مرستې بندې کړي. هغه ویلي، واشنګټن ځکه د روغتیا پر نړیوال سازمان خپلې مرستې بندوي، چې دغه بنسټ د کورونا وېروس د خپرېدو په تړاو په عامه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 وری 1399
امریکا د روغتیا پر نړیوال سازمان مالي مرستې بندوي

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان په توپیري چلند تورن کړی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد به له یاد سازمان سره مالي مرستې بندې کړي.
هغه ویلي، واشنګټن ځکه د روغتیا پر نړیوال سازمان خپلې مرستې بندوي، چې دغه بنسټ د کورونا وېروس د خپرېدو په تړاو په عامه پوهاوي او خبر رسوونه کې پاتې راغلی دی.
ټرمپ همدارنګه څرګنده کړې، چې د امریکا د فدرال په ذخیره کې ۸۶۷۵ تنفسي دستګاوې شته او ټاکل شوې چې ۱۱۰ نورې دستګاوې هم روغتیایي بنسټونو ته وسپارل شي.
ده راتلونکې اونۍ د کورونا وېروس له امله په متحدو ایالاتونو کې خونړۍ وبلله.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله ۱۲ زره او ۸۵۴ کسان وژل شوي او هلته پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څلور لکه او ۴۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA