ads

د طالبانو او حکومت تر منځ اختلافونو اندېښنې ډېرې کړې

د طالب زندانیانو په خوشې کولو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تازه اختلافونو د سولې د روانې پروسې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د خوشې کولو پر سر تازه اختلافونه رامنځته شوي دي؛ چې دغه اختلافونو ولس ته هم د سولې په اړه اندېښنې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 وری 1399
د طالبانو او حکومت تر منځ اختلافونو اندېښنې ډېرې کړې
د طالبانو د قطر استازي

د طالب زندانیانو په خوشې کولو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تازه اختلافونو د سولې د روانې پروسې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د خوشې کولو پر سر تازه اختلافونه رامنځته شوي دي؛ چې دغه اختلافونو ولس ته هم د سولې په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.
د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې مشر او د بین الافغاني خبرو د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیک د دوشنبې په ورځ ویلي چې افغان حکومت د هغو ۱۵ تنو طالب زندانیانو، چې په خونړیو بریدونو کې لاس لري، خوشې کولو ته چمتو نه دی.
د ښاغلي بیک دغه څرګندونې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوې او د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغان حکومت په یوه او بله پلمه د زندانیانو خوشې کول ځنډوي او په وینا یې هرڅومره چې د زندانیانو خوشې کول ځنډېږي، په همغه اندازه به بین الافغاني خبرې اترې هم وځنډېږي.
شاهین ویلي، نور د دوی پلاوی له افغان حکومت سره د زندانیانو د خوشې کولو پر سر به په هیڅ ناسته کې ګډون ونه کړي.
خو د چارو یو شمېر شنونکي، د دې ترڅنګ چې دغه اختلافونو ته اندېښمن دي خو هیله څرګندوي چې یاد اختلافونه حل کېدونکي دي.
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی محمدشفیق امین وایي، که دا اختلافونه دوام وکړي نو د سولې په روانه لړۍ ناوړه اغېزه کولای شي.
امین د افغان جګړې له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره قرباني ورکړي او یو د بل منلو ته چمتو شي.
خو د سیاسي چارو بل شنونکی سیدناصر موسوي بیا وایي، له دې وړاندې هم د سولې په پروسه کې ورته ستونزې او خنډونه رامنځته شوي دي خو نوموړی ډاډ څرګندوي چې دغه اختلافونه به له یوې مودې دوام وروسته خامخا حل کیږي او بېرته به د دواړو لورو پلاوي سره خبرې پیلوي او یوې هوکړې ته به رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان ټینګار کوي چې امریکا منلې چې له بین الافغاني خبرو وړاندې به ددوی پنځه زره بندیان خوشې کیږي خو د سې شنبې په ورځ په ستراتیژیکو چارو کې د جمهوررییس سلاکار وحید عمر هم وویل چې دوی له قیدو او شرط پرته د زندانیانو خوشې کولو ته چمتو نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA