ads

د سوریې ادلیب ولایت ته ۷۳ زره ګډوال بیرته ستانه شول

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې د سوریې په ادلیب ولایت کې د ترکیې او روسیې تر اوربند وروسته دې سیمې ته د زرګونه بېځایه شوو کډوالو د بیرته تګ بهیر پیل شوی دی. دغه کډوال د سوریې او ترکیې پولو ته څېرمه پراته وو، چې اوس یې بیرته خپلو سیمو ته تګ پیل کړی دی. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 وری 1399
د سوریې ادلیب ولایت ته ۷۳ زره ګډوال بیرته ستانه شول

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې د سوریې په ادلیب ولایت کې د ترکیې او روسیې تر اوربند وروسته دې سیمې ته د زرګونه بېځایه شوو کډوالو د بیرته تګ بهیر پیل شوی دی.
دغه کډوال د سوریې او ترکیې پولو ته څېرمه پراته وو، چې اوس یې بیرته خپلو سیمو ته تګ پیل کړی دی.
یادو کډوالو رسنیو ته ویلي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال له کټوبر میاشتې راپدېخوا د سوریې یو میلیون وګړو هلته د ترکیې او روسیې تر منځ د جګړو له کبله خپلې سیمې پرېښودې، خو اوس بیرته خپلو مېنو ته کډه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې رجب طیب اردغان او ویلادمیرپوتین د روان میلادي کال د مارچ پر پنځمه په ادلیب کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې تر هغه وروسته هلته اوربند ټینګ شوی دی.
د سوریې په ۱۰ کلنه جګړه کې په زرګونه کسان ووژل شول او میلیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA