له برتانیا څخه راپورنه وایي، ددې هېواد لومړی وزیر بوریس جانسن چې پر کرونا ناروغۍ اخته شوی د نورو معاینو لپاره روغتون ته لېږل شوی دی او د یو څه وخت لپاره په روغتون کې بستر شي.
د جانسن د دفتر ویاند ویلي چې جانسن پرلپسې تبې کوي او اوس هم د کرونا نښې په کې لیدل کېږي.
د نوموړي په خبره د ډاکټرانو په سپارښتنه جانسن رغتون ته وړل شوی دی، تر څو ښه درملنه یې وشي.
د برتانیا لومړی وزیر لا هم د حکومت مشر دی، خو ټاکلې ده چې د دوشنبې په ورځ د کورونا وېروس د ارزونې غونډه د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ وشي.


