ads

په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ تنو ته ورسېد

افغانستان کې د کرونا ويروس ۳۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې د افغانستان دعامې روغتیا وزات خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۸نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، د کابل […]

نویسنده: shams
17 وری 1399
په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ تنو ته ورسېد

افغانستان کې د کرونا ويروس ۳۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان دعامې روغتیا وزات خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۸نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، د کابل لابراتوارونو کې یي ۱۰۰مشکوکې نمونې ازمویلي دي چې له ډلې یې ۳۸مثبتې پېښې تثبیت شوې دي .

نوموړی وایي له مثبتو پېښو یې کابل ۱۰، هرات ۱۰،کندهار ۸، پکتيا ۳، بلخ ۲، سمنګان ۲ او کاپيسا، تخار او زابل ولايتونه هر يو ۱ مثبته پېښه) تثبيت شوې دي،چې دې سره په ټول هېواد کې پر کورنا د اخته کسانو شمېر‎ ۳۳۷ مثبتو پېښو ته ورسېد.

د یادولو وړ ده، چې کورونا وېروس تر اوسه اووه افغانان وژلي او ۱۲ نور ترې روغ شوي دي.

روغتیایي چارواکي وایي، که په افغانستان کې کورونا ناروغي جدي ونه ګڼل شي، امکان شته چې ۱۶ میلیونه افغان وګړي پرې اخته شي.

دغه وېروس د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګند شو، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA