د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې افغانستان کې د موجود وضعیت دوام ورته د منلو نه دی.
ددې وزارت له لورې د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې سرپرست مرستیالې الېس ولز په خپله ټوېیټر پاڼله ویلي، چې افغانستان کې روان وضعیت دوی ته او له افغانستان سره د نړیوالو ملاتړ کوونکو ته د منلو نه دی.
هغې ویلي افغان مشران باید خپلو کې ستونزه هواره کړي او نړیوالې مرستې له یوه ټول شموله حکومت سره ګډون ته اړتیا لري، چې ټول مشران د حکومتوالۍ یوه چوکاټه ته حساب ورکوونکي وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د افغانستان روان سیاسي بحران ته په اشاري ویلي و، که چېرې افغان مشران خپلو کې ستونزه حل نه کړي نو دوی به له افغانستان سره د مرستو په لړیو کې کموالی راولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ