ads

ایټالیا کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر کم شوی

  د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۱،۱میلون څخه اوښتی او  تر۶۲زرو  یې ډېر مړه کړي دي. ددې وېروس له کبله ډېره مړینه په ایټالیا کې شوې چې په دې هېواد کې په ۲۴ساعتونو کې له ۶۸۱ کسان مړه شوي دي، چې دې سر په دې […]

نویسنده: shams
17 وری 1399
ایټالیا کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر کم شوی

 

د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۱،۱میلون څخه اوښتی او  تر۶۲زرو  یې ډېر مړه کړي دي.

ددې وېروس له کبله ډېره مړینه په ایټالیا کې شوې چې په دې هېواد کې په ۲۴ساعتونو کې له ۶۸۱ کسان مړه شوي دي، چې دې سر په دې هېواد کې د قربانیانو شمېر تر ۱۵زرو څخه اوښتی دی او ۱۲۴زره نور خلک په دې وېروس ککړ شوي دي.

ددې هېواد رسنۍ خبر ورکوي چې ایټالیا کې ۲۰زره تنه له کرونا وېروس څخه روغ شوي دي او  اوس په کې د مثبتو پېښو شمېر کې هم د پام وړ کموالی لېدل کېږي.

بریتانیا کې بیا په تېرو ۲۴ساعتونو کې د یوه ماشومام په شمول ۷۰۸تنه ددې وېروس له کبله مړه شوي دي.

په یاد هېواد کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر۴۲زره ښودل شوی او له څلور زره زیات کسان په کې مړه شوي دي.

امریکا کې ۲۹۰زره کسان پر کرونا وېروس اخته شوي دي او ۱۸۰۰تنه ددې وېروس له کبله مړه شوي دي.

ددهېواد په نیویارک کې یوازې تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۳۰کسان مړه شوي د چې دا تراوسه په ډې ښار کې د مړینې لوړه شمېر ده.

اسپانیا کې بیا وروستي جزییات دادي چې په دې هېواد کې د دوو اونیو نور هم ګرځبندیز غزېدلی دی اسپانیا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۲۴زره تنه ښودل شوی او ۱۲زره تنه ترې مړه شوي دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA