ads

په هرات کې د انسان تښتوونکو درې کسیزه ډله ونیول شوه

د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو یې په هرات ولایت کې د انسان تښتوونکو هغه ډله نیولې، چې د تښتوونو په قضیو کې یې مهمه ونډه درلوده. د وزارت په خبره، نیول شوو کسانو د تښتونو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او څه موده وړاندې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 وری 1399
په هرات کې د انسان تښتوونکو درې کسیزه ډله ونیول شوه

د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو یې په هرات ولایت کې د انسان تښتوونکو هغه ډله نیولې، چې د تښتوونو په قضیو کې یې مهمه ونډه درلوده.
د وزارت په خبره، نیول شوو کسانو د تښتونو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او څه موده وړاندې یې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې یو صراف تښتولی و.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یاد کسان له ډېره وخته د پولیسو تر څار لاندې وو، چې تېره ورځ د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال د هرات د ګذرې ولسوالۍ په ده پته کلي کې ونیول شول.
سرچینه وایي، له نیول شوو کسانو دوې قبضې لاسي بمونه، دوه سوه او ۴۳۰۰۰ زره افغانۍ، یو شمېر نظامي وسایل او یو عراده موټر هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA