ads

په نړیواله کچه تر یو میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي

د جانس هاپکېنس پوهنتون د څېړنو له مخې، دا مهال تر یو میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي، ۵۵ زره ترې مړه شوي او ۲۲۱ زره بیا ترې روغ شوي دي. اوسمهال په امریکا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۷ زره دی او ټولټال ۳۶۰۰ کسان ترې مړه شوي دي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 وری 1399
په نړیواله کچه تر یو میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي

د جانس هاپکېنس پوهنتون د څېړنو له مخې، دا مهال تر یو میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي، ۵۵ زره ترې مړه شوي او ۲۲۱ زره بیا ترې روغ شوي دي.
اوسمهال په امریکا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۷ زره دی او ټولټال ۳۶۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.
په اسپانپا کې پرون بيا مرګونې ورځ وه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، هلته د دوو ورځو په موده کې شاوخوا ۲۰۰۰ زره کسان مړه شوي دي، چې په دې سره په اسپانیا کې ۱۱ زره کسان کورونا وېروس وژلي او له ۱۱۷ زره ډېر نور پرې اخته شوي دي.
د اروپا په يو بل هېواد ايټاليا کې د ۷۶۶ کسانو په مړینې سره، هلته د همدې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۱۴ زره ته رسېدلی دی.
په بريتانيا کې ټول ۳۸ زره کسان پر کورونا وېروس اخته دي او نېږدې ۳۶۰۰ ترې مړه شوي دي.
په پاکستان کې بيا د کورونا وېروس ۲۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ۱۰۶۹‌ يې په پنجاب کې دي.
په خيبر پښتونخوا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۳ ته رسېدلی او ۱۱ تنه ترې مړه شوي دي.
له دې سره په ټول پاکستان د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر ۳۸ ته ختلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA