د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان کلید ته وویل، چې پولیسو یې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال په جلال اباد ښار او خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۰۹ کیلو ګرامه نشه یي توکي ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې نیول شوي توکي په دوو کرولا ډوله موټرو کې ځای پر ځای شوي وو، چې د افغان سرتیرو د عملیاتو پر مهال ونیول شول.
د هغه په خبره، د نیول شوو توکو په تړاو یې دوه تنه نیولي هم دي.
چارواکي داسې مهال په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د نشه یي توکو د نیولو خبر ورکوي، چې خلک په امینتي ادارو نیوکه کوي، چې ډیر کله د نشه یي توکو قاچاق کوونکي نیسي، خو د بډو په بدل کې یې بیرته خوشي کوي.