د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوترېش له طالبان سره د خبرو لپاره د افغان حکومت اعلان شوی پلاوی ستایلی دی.
ده په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې جګړه بس کړي او ټول افغانان د کورونا وېروس پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.
د هغه په خبره، اوسمهال د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ د کورونا ناروغۍ له ګواښ سره مخ ده، په داسې حال کې اوربند ته جدي اړتیا ده.
نوموړي یوه اونۍ مخکې هم دا غوښتنه کړې وه.
ښاغلي ګوتریس په خپلو خبرو کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې روغتیايي ډلو او چارواکو ته اجازه ورکړي، څو په جګړه ځپلو سیمو کې له کورونا وېروس سره مبارزه وکړي او اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونه نیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کورونا وېروس د پرمختګ په حال کې دی.
د روغتیایي چارواکو په وینا، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر اوسه درمل نه دي جوړ شوي، خو یوازې هغه کسان یې پر وړاندې ښه مبارزه کولی شي، چې د بدن دفاعي سیسټم یې پیاوړی وي.