د کورونیو چارو وزارت ومنله چې د قیام الدین مقصودي په نوم د جمهور رییس غني یو ساتونکی تېره شپه ۸ بجې او ۲۰ دقیقې د کابل ښار په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د دغه وزارت مرستیاله ویانده مره امیني وایي، د پي پي ایس پر یادو سرتیرو تېره شپه په پغمان ولسوالۍ کې دا برید شوی دی.
د دې په خبره، برید کوونکي له سیمې تښتېدلي او په تړاو یې د دوی څېړنې روانې دي.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.