ads

د درېیو ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیستل کېږي

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وایي، د تورخم او سپین بولدک لارې به د درېیو ورځو لپاره د افغانانو د راتګ په هدف پرانیستې وي. هغه پر خپل ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده. ده زیاته کړې، چې په دې سره به هره ورځ هېواد ته د زرګونه افغانانو د راتګ زمینه برابره […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 وری 1399
د درېیو ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیستل کېږي

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وایي، د تورخم او سپین بولدک لارې به د درېیو ورځو لپاره د افغانانو د راتګ په هدف پرانیستې وي.
هغه پر خپل ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده.
ده زیاته کړې، چې په دې سره به هره ورځ هېواد ته د زرګونه افغانانو د راتګ زمینه برابره شي.
مشعل د پاکستان له هغې پرېکړې هم هرکلی کړی، چې د چمن دروازه به د خوراکي توکو او ترانسپورت پر مخ بېرته پرانیزي.
نوموړي ویلي، د کورونا وېروس د وېرې خپرېدو پرمهال دغه ګام د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو ښه کېدو پایله کېدای شي.
د مارچ پر دویمه پاکستان د کورونا وېروس په تړاو اندېښنو ته په کتو د یوې اوونۍ لپاره خپله دروازه وتړله.
که څه هم د چمن پر دروازه له تېرې یوې میاشتې راهیسې مسافر څارل کېږي او د کورونا وېروس له معاینې وروسته پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي، خو بیا هم پاکستاني چارواکي په دې وېره کې دي چی، هسې نه کوم مسافر له افغانستانه دا وېروس پاکستان ته ولېږدوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA