ads

حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

د جمهور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د دوو بېلابېلو حکومونو له مخې، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر ټاکلی دی. د خبرپانې په وینا، محمد حنیف اتمر د هېواد مطرح او اغېزناک سیاسي شخصیت دی، چې په تېرو دوو لسیزو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 وری 1399
حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

د جمهور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د دوو بېلابېلو حکومونو له مخې، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر ټاکلی دی.
د خبرپانې په وینا، محمد حنیف اتمر د هېواد مطرح او اغېزناک سیاسي شخصیت دی، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د کلو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې محمد حنیف اتمر د تېرو جمهوري ریاست ټاکنو ته نوماند هم و.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د جمهور رییس محمد اشرف غني د بېلابېلو حکمونو پر اساس، عبدالهادي ارغندیوال د مالیې د سرپرست وزیر، شاکر کارګر د جمهور رییس د دفتررییس، محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر، داود سلطانزوی د کابل ښاروال، احمد ضیا سراج د ملي امنیت د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA