په هلمند کې په پرېمانه کچه کوکنار کرل شوي او بزګر یې اوس د راټولو لپاره د چمتوالي په حال کې دي.
د نادعلي د ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، ځکه یې کوکنارکرلي، چې ترنورو فصلونو یې یاده کرکیله دعایداتو ښه سرچینه ده.
یادو کروندګرو کلید ته وویل، دوی ځکه کوکنار کري، چې بدیل تخمونه نه دي ورکړل شوي، که ورکړل شوي هم دي، هغوی کسانو ته رسېدلي، چې د کرنې ریاست د رییس خپلوان دي او په دې برخه کې هر څه پر خېښ او خاله وېشل شوي دي.
بلخوا، یو کروندګر دا هم وایي، چې د دغه بوټي کرل یې عادت شوي او د یو فصل پر ځای اوس څو فصله کوکنار کري.
د هلمند د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همږغۍ مسول سید رفیع الله قلم دیادو کسانو دغه خبرې ردوي او زیاتوي چې په دې برخه کې هر ډول مرستې پر مستحقو کسانو وژل شوې دي.
بلخوا، د هلمند د امنیه قومندانۍ مسولین د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د کوکنارو د اړولو د کمپاین پیلېدو خبر ورکوي.
د هلمند ولایت ډېري سیمي د طالبانو په ولکه کي دي.
حکومت ځکه د دغه بوټي پر وړاندې چټکه مبارزه نه شي کولی، چې هلته د دولت وسله وال مخالفین فعال دي او حتا له ځینو کروندو هغوی ساتنه کوي.


