ads

کندهار ګمرک لسګونه د خوراکي توکو بار موټرونه بند کړي

که له یوې خوا په کندهار کي د خوراکي توکو بيي لوړي شوې، خو له بل لوري په کندهار ګمرک کي لسګونه د خوراکي توکو بار موټر بند پاتې دي. سوداګر د اعتراض په ډول د ګمرک مخته راټول شوي وايي، د ګمرک د رییس له غیر قانوني اقداماتو څخه میلیونونه افغانۍ زیان ورسېدلی. دوی […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 وری 1399
کندهار ګمرک لسګونه د خوراکي توکو بار موټرونه بند کړي

که له یوې خوا په کندهار کي د خوراکي توکو بيي لوړي شوې، خو له بل لوري په کندهار ګمرک کي لسګونه د خوراکي توکو بار موټر بند پاتې دي.
سوداګر د اعتراض په ډول د ګمرک مخته راټول شوي وايي، د ګمرک د رییس له غیر قانوني اقداماتو څخه میلیونونه افغانۍ زیان ورسېدلی.
دوی وايي، چي د کندهار د ګمرک رییس د تېرو شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسي د دوي د خوراکي توکو ډک موټرونه په ګمرک کې درولي او اوس دغه خوراکي توکي خراب شوي.
د دغو خوراکي توکو سوداګر همدارنګه څرګندوي، چي د کندهار ګمرک مسولین له دوی غواړي چي دغه خوراکي توکي د دویم ځل لپاره محصول کړي.
خو تجاران وايي، چي موټرونه او خوراکي توکي يې محصول کړي او هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د ګمرک ورقې ورسره شته، خو د کندهار د ګمرک مسولین له دوی غواړي چي یو ځل بیا په کندهار ګمرک کي دغه موټرونه محصول کړي.
ومو غوښتل چي په دې اړه د کندهار د ګمرک د مسولینو غږ هم واخلو، خو تر زیاتو غوښتنو وروسته هم د ګمرک کوم مسول چارواکی خبرو کولو ته حاضر نه سول.
په کندهار کې دا مهال د خوراکي توکو د کمښت له امله د دغو توکو بيي یو په دوه شوي دي. مخکي به یو چاریاک رومیان په شاخوا ۲۵ افغاني خرڅېدل خو اوس دغه نرخ تر سل افغانیو پوري لوړ شوی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA