د افغانستان له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو یې د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبولی دی.
د وزارت په خبره، افغان سرتیرو په دفاعي حالت کې دغه اقدام ترسره کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې نښته کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
له دغه وزارت څخه په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو پلان درلود چې د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ پراخه بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو په دفاعي حالت کې دغه بریدونه شنډ کړي دي.
د دوی په وینا، په دې نښته کې شپږ طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت افغان سرتیرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو هم د دفاع وزارت د دې ادعا په غبرګون کې تبصره نه ده کړې.