د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په هېواد کې د کورونا وېروس د تازه ۴۳ نورو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره دلته پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ تنو ته لوړ شو.
د دغه وزارت ویاند وحید الله مایار وایي، د هرات په لابراتوار کې ۱۳۷ شکمنې پېښې ازمویل شوې، چې ۴۱ یې مثبتې دي.
دی زیاتوي، په کابل کې د دوو نورو مثبتو پېښو په شمول په تازه پېښو کې ۱۷ مېرمنې او ۲۴ نارینه پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د هغه په خبره، پر یادې ناروغۍ تازه اخته شوو کسانو په دې وروستیو کې ایران ته سفر نه دی کړی.
روغتیایي مسولین وایي، که هېوادوال کورونا جدي ونه ګڼي، امکان شته چې ۱۶ میلیونه افغان وګړي پرې اخته شي.
کورونا وېروس د لومړي ځل لپاره په چین کې را څرګند شو، چې تر اوسه یې سلګونه زره کسان وژلي او تر نیم میلیون ډېر نور پرې ککړ شوي دي.