د افغانستان د کانونو او پټرولیمو وزارت په جوزجان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ګازو د ایستلو تجربې د بریالي کېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي کلید ته په خبرو کې وویل، چې دوی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هلته د ګازو پر دوو څاګانو کار پیل کړی و، چې له نېکمرغه په ۳۲مه څاه کې تر ۱۵۰۰ کیلومټره ژوروالي وروسته د ګازو د ایستلو تجربه بریالۍ شوه.
دی زیاتوي، چې له یادو ګازو څخه به د برېښنا انرژۍ په تولید او ورته نورو برخو کې ګټه واخیستله شي.
عبدالقدیر مطفي وایي، دوی پلان لري چې پر دویمه څاه هم ژره کار پیل کړي او که محاسبه شي، دواړه څاګانې به په هره شپه او ورځ کې ۸۰۰ متره معکب ګاز تولید ولري.
په افغانستان کې پر داسې مهال د ګازو د تولید تجربه بریالۍ کېږي، چې دغه هېواد اوس هم د ګاونډیو هېوادونو ګازو ته جدي اړتیا لري.