ads

په اروپا کې تر ۳۰ زره ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي

راپورنه وایي، اوسمهال په اروپا کې د کورونا وېروس له کبله هره ورځ زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د سرچینو په وینا، یوازې په اروپا کې تر ۳۰ زره ډېر کسان د کورونا ناروغۍ له کبله وژل شوي، خو هلته د مثبتو پېښو شمېر د تېر په پرتله کم شوی دی. پرون هم […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 وری 1399
په اروپا کې تر ۳۰ زره ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي

راپورنه وایي، اوسمهال په اروپا کې د کورونا وېروس له کبله هره ورځ زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د سرچینو په وینا، یوازې په اروپا کې تر ۳۰ زره ډېر کسان د کورونا ناروغۍ له کبله وژل شوي، خو هلته د مثبتو پېښو شمېر د تېر په پرتله کم شوی دی.
پرون هم د اسپانیې هېواد لپاره یو ځل بیا تر ټولو خونړۍ ورځ وه او په ۲۴ ساعتونو کې له ۸۵۰ ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي دي.
په ټوله اسپانیا کې تر دې دمه د وژل شویو کسانو شمېر له ۹ زرو اوښتی او له سل زرو ډېر کسان پر دې وېروس اخته دي.
په ایټالیا کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۵۰ کسانو د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو دا شمېر د تېرو څو ورځو پرتله کم دی او داسې ښکاري چې هلته هم حالت په ښه کېدو دی.
له دې سره پر یو وخت، په بریټانیا کې ۵۰۰ کسان او په امریکا کې ۴۰۰۰ زره کسان د دې ناروغۍ له کبله وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې کورونا وېروس د ټولې نړۍ په کچه تر دې دمه د ۴۳ زره کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA