ads

سروردانش: له کورونا وېروس سره ګډه مبارزه اړینه ده

حکومتي چارواکي وایی، که څه هم د کورونا وېروس خپرېدل په افغانستان کې د اندېښنې وړ دي، خو بیا هم حکومت په دې اړه اړین ګامونه پورته کړي. د جمهور رییس محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ په هغې ناسته کې، چې د چین د روغتیایي مرستو د ترلاسه کولو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 وری 1399
سروردانش: له کورونا وېروس سره ګډه مبارزه اړینه ده

حکومتي چارواکي وایی، که څه هم د کورونا وېروس خپرېدل په افغانستان کې د اندېښنې وړ دي، خو بیا هم حکومت په دې اړه اړین ګامونه پورته کړي.
د جمهور رییس محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ په هغې ناسته کې، چې د چین د روغتیایي مرستو د ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې وه وویل، د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره ملي یووالي ته اړتيا ده او خلک باید له حکومت سره مرسته وکړي.
دی زیاتوي، چې په نېږدې راتلونکو ورځو کې به مستحقینو ته د بشر دوستانه مرستو او هغوی ته د کارموندنې د پروژو بهیر هم پیل شي.
سروردانش په ورته وخت کې پر خلکو نیوکه وکړه چې قرنطین نه عملي کوي او په خبره یې که دوی کورونا وېروس او لګول شوی ګرځندبندیز عملي نه کړي، حکومت به یې پر وړاندې لا ډېر جدي عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت له لوري د درېیو اونیو ګرځندبندیز تر اوسه د هېوادوالو له لوري په سم ډول نه دی عملي شوب.
یو شمېر ښاریان چې ورځنۍ مزدوري کوي، وایی حکومت له هغوی سره هیڅ مرسته نه ده کړې او دوی مجبور دي چې د کار لپاره ښار ته راووځي.
د وحید په نوم یو تن د ګنیو اوبو پلورونکي وایي، که څه هم په ښار کې له ګرځندبندیز وروسته یې کار کم شوي، خو اوس هم خلک ورته د ګنیو ابو اخیستلو لپاره راځي او هغه له همدې لارې خپله ډوډۍ پیدا کوي.
له بلخوا، ګرځنډه پلورونکي له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته حکومت په کابل کې د درې اوونیو لپاره ګرځندبندېز اعلان کړی، چې اوس په عملي ډول نه لیدل کیږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA