ads

د ننګرهار له محبس څخه ۵۸ بندیان خوشي شول

د ننګرهار امنیتي چارواکي د بندیانو د خوشي کېدو په دوام هلته د ۵۸ نورو بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ننګرهار له مرکزي محبس څخه د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې ۵۸ بندیان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 وری 1399
د ننګرهار له محبس څخه ۵۸ بندیان خوشي شول

د ننګرهار امنیتي چارواکي د بندیانو د خوشي کېدو په دوام هلته د ۵۸ نورو بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ننګرهار له مرکزي محبس څخه د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې ۵۸ بندیان ازاد شول.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې یاد بندیان د کورونا وېروس د مخنیوي په هدف خوشي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اوونۍ کې د ننګرهار له محبس څخه د ښځو او نارینه وو په ګډون ۱۶۵ بندیان ازاد شوي دي.
په کونړ او لغمان ولایتونو کې هم ګڼ شمېر هغه بندیان خوشي شوي، چې د بند موده یې کمه پاتې وه او پر ترهګریزو جرمونو تورن نه وو.
د یادولو وړ ده چې جمهور رییس محمد اشرف غني څه موده وړاندې په یو فرمان کې د ۱۰ زره بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه وکړه.
د دغه فرمان له مخې، ۱۰ زره هغه بندیان ازادېږي، چې په ترهګریزو جرمونو تورن نه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA