د رسنیو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د مصالحې عالي شورا جوړه شوې، چې ۶۲ غړي لري او د هېواد ډېرو مشهورو سیاسي څېرو ته پکې ځای ورکړل شوی دی.
د سرچینې په خبره، د دغې شورا د مشرۍ لپاره عبدالله عبدالله ته وړاندیز شوی، خو که نوموړی دا وړاندیز ونهمني، نو جمهور رییس محمد اشرف غني به د یادې شورا مشري کوي.
د جمهوري ریاست د تېرو ټاکنو د بل نوماند ګلبدین حکمتیار نوم هم په دغه نوملړ کې ځای شوی دی.
د مصالحې د عالي شورا په نوملړ کې د عبدرب رسول سیاف، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، سرور دانش، عبدالرشید دوستم، ګبلدین حکمتیار، محمد یونس قانوني، محمد حنیف اتمر، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، فضلالهادي مسلمیار، عطا محمد نور او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو نومونه شامل دي.
د یادولو وړ ده، چې د مصالحې عالي شورا د سولې اړوند پرېکړو، واحد دریځ بیانولو، طرحو وړاندې کولو، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي د ټاکلو لپاره جوړه شوې ده.