په ملګرو ملتونو کې د سوریې هېواد ځانګړي استازي بشار جعفري د دغه سازمان عمومي منشي انتونیوګوترېش ته په یو لیک کې د مریکا له لوري پر دوی د بندیزونو لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.
هغه پخپل لیک کې زیاته کړې، امریکا دې پر سوریې شته بندیزونه ژر تر ژره لېرې کړي، څو دغه هېواد د کورونا وېروس پر وړاندې بریالۍ مبارزه وکړي.
ده په ورته وخت کې له سوریې څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم ټینګار کړی.
د سوریې حکومت پر داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې دغه هېواد هلته د روانو سیاسي اختلافونو، نښتو او جګړو تر څنګ، اوسمهال د کورونا وېروس له جدي ګواښ سره مخ دی.