ads

افغانستان ته د چین د طبي مرستو لومړنۍ بسته را ورسېده

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وایي، په دغه مرسته شوې بسته کې د کورونا د پرمختګ د مخنیوي لپاره اړین طبي توکي ځای پر ځای شوي او د مرستو دا لړۍ به دوام پیدا کړي. د هغه په خبره، کورونا وېروس د ټولو افغانانو دښمن دی او پر وړاندې یې ګډې مبارزې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 وری 1399
افغانستان ته د چین د طبي مرستو لومړنۍ بسته را ورسېده

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وایي، په دغه مرسته شوې بسته کې د کورونا د پرمختګ د مخنیوي لپاره اړین طبي توکي ځای پر ځای شوي او د مرستو دا لړۍ به دوام پیدا کړي.
د هغه په خبره، کورونا وېروس د ټولو افغانانو دښمن دی او پر وړاندې یې ګډې مبارزې ته جدي اړتیا ده.
په ورته وخت کې د جمهور رییس محمد اشرف غني دویم مرستیال سروردانش د چین له مرستو د مننې تر څنګ وویل، کورونا وېروس نړیوال بحران دی او له دغه وېروس سره نړیواله مبارزه اړینه ده.
دی زیاتوي، چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د روغتیا وزارت ته ۱۵ میلیونه ډالر، هرات ولایت ته ۴۰۰ میلیونه، کابل ولایت ته ۵۰۰ میلیونه، د مرکزي زونونو لپاره ۵۰ میلیونه او د نورو ولایتونو لپاره۲۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده.
دانش هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې کورونا وېروس تر اوسه په هېواد کې چټکه خپرېدنه نه لري او د کنټرول په حال کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر کورونا وېروس دمګړۍ ۲۳۹ کسان اخته شوي، څلور مړه شوي او ۱۰ نور ترې روغ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA