ads

چین کې ۴۸ تازه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي دي

  د چین روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې په دې هېواد کې یو وار بیا د کرونا مثبتې پېښې په مخ زیاتېدو دي، سره له دې چې دوی څلور ورځې وړاندې ویلي و، چې چین کې د کرونا وېروس اغېز کم شوی دی. د چین ددې خبر وراخوا په نوره نړۍ کې هم دا وېروس په […]

نویسنده: shams
13 وری 1399
چین کې ۴۸ تازه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي دي

 

د چین روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې په دې هېواد کې یو وار بیا د کرونا مثبتې پېښې په مخ زیاتېدو دي، سره له دې چې دوی څلور ورځې وړاندې ویلي و، چې چین کې د کرونا وېروس اغېز کم شوی دی.

د چین ددې خبر وراخوا په نوره نړۍ کې هم دا وېروس په چټکۍ سره خپور شوی او  ورځ تر بلې ددې وېروس له کبله د قربانیانو شمېر په زیاتېدو دی.

امریکا د مثبو پېښو په لرلو سره لومړۍ ده، په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۷۵زرو  څخه اوښتې  او د قربانیانو شېر یې ۳۴۱۵تنه ښودل شوی.

د چین د روغتیایي مسوولینو پرون د کرونا د نویو ۴۸ پېښو خبر ورکړ او ویې‌ویل چې دا هغه کسان دي چې له بهره چین ته راغلي دي.

دوی همدارنګه ویلي،چې په ووهان ښار کې یو کس ددې ناروغۍ له کبله مړ شوی، خو بیا هم دا ښار دخلکو د تګ راتګ پر مخ خلاص دی او په عادي ډول په کې خلک ژوند کوي.

د امریکا په ګډون یو شمېر څېړونکي د چین د دغو راپورونو په برخه کې شک لري او وایي په دغه هېواد کې سیمه‌ییزې رسنۍ سختې سانسورېږي. چې له کبله یې اکثره وخت معلومات پټ ساتل کېږي.

د وروستيو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړينې شمېر له ۴۰ زرو اوښتی دی. تراوسه له ۸۰۰ زره زيات کسان پر دغه وېروس اخته دي چې ۱۷۰ زره ترې روغ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA