لغمان کې نامعلومو کسانو له لوري د بېلابېل ډوله میوو شاوخوا ۴۰۰ ونې پرې شوي دي
ددې ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، چې تېره شپه نامعلومو کسانو د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د مشالې کمر په سیمه کې د یو باغ شاوخوا ۴۰۰ میوه لرونکي ونې چې حاصل ته نیږدې وې وهلي دي.
دولتزی وایي، پولیس هڅه کوي څو هغه کسان پیدا کړي چې دا کار یې تر سره کړی دی.
دولتزی وایي، چې یاد باغ د دې ولایت د زراعت ریاست په همکار جوړ شوی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ