ads

د وسله والو طالبانو یو ۳کسیز پلاوی کابل ته رارسېدلی

وسله وال طالبان خبر ورکوي چې له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون پر موضوع د خبرو لپاره ددوی درې کسیزه پلاوی کابل ته رسېدلی. ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېیټر پاڼه لیکلي، چې دا پلاوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي، او په تخنیکي برخه کې به […]

نویسنده: shams
13 وری 1399
د وسله والو طالبانو یو ۳کسیز پلاوی کابل ته رارسېدلی

وسله وال طالبان خبر ورکوي چې له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون پر موضوع د خبرو لپاره ددوی درې کسیزه پلاوی کابل ته رسېدلی.

ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېیټر پاڼه لیکلي، چې دا پلاوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي، او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي.‌

تر دې وړاندې طالبانو ویلي‌ وو چې د دوی لس کسیز پلاوی به د نړیوال سره صلیب ادارې په مرسته او منځګړیتوب کابل ته ځي.

خو مجاهد رستنیو ته ویلي، کابل کې د کورونا وېروس له کبله د لګېدلیو محدودیتونو او قرنطین ددې سبب شو چې د دوی پلاوی له پنځلس کسانو لسو ته رکم شي، او  اوس بلاخره درې کسان د خبرو لپاره کابل ته راغلي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا او طالبانو ویلي وو چې دا پلاوی به د سره صلیب نړیوالې ادارې په مرسته او منځګړیتوب کابل ته راځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA