اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې د دوحې له هوکړې سره سم د اوربند لپاره خبرې پيل کړي او د افغان سولې خبرو او د تاوتریخوالي کمولو ته دې رښتینې ژمنتیا په ډاګه کړي.
دې ټولنې همداراز د افغان سیاستوالو لهخوا د سولې لپاره د ټولشموله پلاوي هرکلی کړی دی.
اروپایي ټولې همدرانګه د افغان سیاسیونو لخوا د سولې د ټول شموله پلاوي هر کلي ترڅنګه ويلي، چې دا د بینالافغاني خبرو او د خپلمنځي سیاسي بحران د حل پر لور یو مهم ګام دی.
ددې ټولنې په اعلامیه کې له سیاسي مشرانو غوښتنه شوې چې د سولې په بهیر کې د ښځو، ځوانانو او قربانیانو د اغېزناک ګډون لپاره ځانګړي پاملرنه وکړي.
اروپايي ټولنې په خپله اعلامیه کې له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د افغان حکومت له مذاکراتي ټیم سره دې په رغنده توګه خبرې پیل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ