ads

په امریکا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر تر ۳۰۰۰ زره واوښت

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر ۳۱۲۶ تنو ته رسېدلی او ۱۶۲ زره او ۶۶۵ کسان پرې اخته شوي دي. دا شمېرې د سه شنبې په ورځ ثبت شوې دي. د سرچینو د خبر له مخې، اټکل شته چې د راتلونکې یوې میاشتې په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وری 1399
په امریکا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر تر ۳۰۰۰ زره واوښت

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر ۳۱۲۶ تنو ته رسېدلی او ۱۶۲ زره او ۶۶۵ کسان پرې اخته شوي دي.
دا شمېرې د سه شنبې په ورځ ثبت شوې دي.
د سرچینو د خبر له مخې، اټکل شته چې د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې به هره ورځ هلته ۲۰۰۰ زره کسان د کورونا وېروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ هم دوې ورځې وړاندې خبریالانو ته وویل، امکان شته چې په امریکا کې ۱۰۰ زره کسان د دغه وېروس له امله مړه شي.
د یادولو وړ ده، چې کورونا وېروس له پیله تر دې مهاله د ۳۵ زره کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA