د افغانستان د ملي امنیت ریاست د جندر مسوله شرمیلا فروغ تېره ورځ په کابل کې د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې له درېیو ساتونکو سره ټپي شوه.
د ملي امنیت ریاست ویاند حارث جبران کلید ته په خبرو کې منلې، چې شرمیلا فروغ پرون په کابل کې د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې له خپلو درېیو ساتونکو سره ټپي شوه، چې نن یې د سخټو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
شرمیلا فروغ د ملي امنیت ریاست د جندر برخې مسولیت پر غاړه درلوده.
کومې وسله والې ډلې تر اوسه د دغه برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.