ads

جمهور رییس غني عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیر ټاکلی

د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې عبدالهادي ارغندیوال د جمهور رییس محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د مالیې سرپرست وزیر ټاکل شوی دی. ارغندیوال د هېواد مطرح سیاسي شخصیت دی، چې تر دې وړاندې یې د جمهوررییس د سلاکار او د اقتصاد د وزیر په توګه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وری 1399
جمهور رییس غني عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیر ټاکلی

د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې عبدالهادي ارغندیوال د جمهور رییس محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د مالیې سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
ارغندیوال د هېواد مطرح سیاسي شخصیت دی، چې تر دې وړاندې یې د جمهوررییس د سلاکار او د اقتصاد د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.
د یادولو وړ ده چې تېره شپه شاکرکارګر هم د جمهور رییس غني د فرمان پر اساس، د هغه د دفتر رییس وټاکل شو.
ښاغلی کارګر د هېواد پېژندل شوې څېره ده، چې په سیاسي او د حکومتدارۍ په برخه کې ډېرې کارنامې او تجربې لري.
نوموړي تر دې وړاندې د لنډمهاله حکومتي ادارې د مرستیال، د سوداګرۍ ، اوبو او برېښنا وزارتونو د وزیر او په اذربایجان هېواد کې د جمهور رییس د ځانګړي استازي په توګه دندې تر سره کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA