ads

اروپایي ټولنې په یمن کې پر روانو نښتو اندېښنه څرګنده کړه

د اروپايي ټولنې ویاند ویلي، نړیوالې ټولنې په ځلونه په یمن کې له ښکېلورو د اوربند منلو غوښتنه کړې، خو بیا هم هلته د واکمن نظام او مخالفینو تر منځ نښتې دوام لري. ده زیاته کړې، چې پر عربستان د انصاالله توغندویي بریدونو او په مارب او ورته نورو سیمو کې نظامي نښتو دا ټولنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وری 1399
اروپایي ټولنې په یمن کې پر روانو نښتو اندېښنه څرګنده کړه

د اروپايي ټولنې ویاند ویلي، نړیوالې ټولنې په ځلونه په یمن کې له ښکېلورو د اوربند منلو غوښتنه کړې، خو بیا هم هلته د واکمن نظام او مخالفینو تر منځ نښتې دوام لري.
ده زیاته کړې، چې پر عربستان د انصاالله توغندویي بریدونو او په مارب او ورته نورو سیمو کې نظامي نښتو دا ټولنه سخته اندېښمنه کړې ده.
هغه پخپلو خبرو کې ویلي، چې ملګرو ملتونو په نړۍ کې د اوربند او له کورونا وېروس سره د ګډې مبارزې غوښتنه کړې، خو په یمن کې د ښکېلو لورو نښتې د دغه سازمان له غوښتنې سره په ټکر کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم په یمن کې د ښکېلو لورو تر منځ نښتې روانې دي او د دغو نښتو په پایله کې تر دې دمه له ۹۱ زره ډېر کسان وژل شوي او میلیونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA