ads

په خوست کې د رسنيو له لارې ښوونیز بهیر پیلېږي

د خوست ولايتي چارواکي او د پوهنې ریاست مسولين وايي، له دې وروسته به د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د خوست ځايي تلويزيونونو او راډیوګانو له لارې د زده کړې بهير پيل کړي. د مسولينو په وینا، په دې پروګرام کې به ټول اساسي مضمونونه د مجربو استادانو له خوا په پرمخ وړل کېږي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وری 1399
په خوست کې د رسنيو له لارې ښوونیز بهیر پیلېږي

د خوست ولايتي چارواکي او د پوهنې ریاست مسولين وايي، له دې وروسته به د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د خوست ځايي تلويزيونونو او راډیوګانو له لارې د زده کړې بهير پيل کړي.
د مسولينو په وینا، په دې پروګرام کې به ټول اساسي مضمونونه د مجربو استادانو له خوا په پرمخ وړل کېږي.
د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روښان په دغه ولايت کې د غرغښت خصوصي تلويزيون او د خوست له ملي تلويزيون سره یو هوکړه ليک لاسليک کړ، چې له مخې به يې تر دې وروسته د ښوونځيو زده کوونکوته له اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې د مهمو او اساسي مضمونونو تدريس د تلويزيونونو له لارې پيل شي.
د روښان په خبره ساینسي مضامين به د تلويزيونونو او اجتماعي مضمونونه به له هغې وروسته د راډیو ګانو له لارې تدریسوي.
روښان وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به د خوست په ټولو ولسواليو کې د لوډسپيکرونو له لارې عامه پوهای پیل کړي، چې له مخې يې والدين دې ته وهڅوي څو په کورونو کې له خپلو ماشومانو سره د زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.
د پوهنې ریاست مسولين وروسته له هغې دا لړۍ پيلوي، چې په ټول هیواد کې د کرونا ويروس د ويرې له کبله د پوهنې ټولې دولتي او خصوصي ادارې تړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA