ads

عبدالله د حکومت له لوري د سولې له اعلان شوي پلاوي هر کلی وکړ

ډاکتر عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ پخپله رسمي فېسبوک پاڼه د حکومت له خوا د بین الافغاني خبرو لپاره د اعلان شوي پلاوي هرکلی وکړ او د حکومت دغه اقدام یې د سولې په برخه کې مهم ګام وباله. ده سوله د افغانانو لومړیتوب بللې او زیاته کړې یې ده چې دی او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وری 1399
عبدالله د حکومت له لوري د سولې له اعلان شوي پلاوي هر کلی وکړ
اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ پخپله رسمي فېسبوک پاڼه د حکومت له خوا د بین الافغاني خبرو لپاره د اعلان شوي پلاوي هرکلی وکړ او د حکومت دغه اقدام یې د سولې په برخه کې مهم ګام وباله.
ده سوله د افغانانو لومړیتوب بللې او زیاته کړې یې ده چې دی او تیم یې هڅه کوي، څو په دې برخه کې اختلافونه پیدا نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت تر اوږده ځنډ وروسته د تېرې جمعې په ورځ د معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره د خبرو لپاره ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.
اروپايي ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو د اعلان شوي پلاوي د ملاتړ خبر ورکړی، خو طالبانو بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، کوم پلاوی چې د حکومت له لوري د بین الافغاني خبرو لپاره اعلان شوی، د افغانستان د خلکو استازیتوب نه شي کولی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA