ads

جلال اباد ښار د کورونا ویروس د خپریدو له وېرې وتړل شو

که څه هم په جلال اباد ښار کې پخوانۍ ګڼه ګوڼه نشته او د ښار ډېره برخه تړل شوې، خو لا هم ډېر خلک د کار په هدف د ښار واټونو ته راوتلي دي. جلال اباد ښار ته د مزدورۍ په موخه راغلي خلک وایي، له کومې ورځې چې ښار تړل شوی، له هغې راهیسې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 وری 1399
جلال اباد ښار د کورونا ویروس د خپریدو له وېرې وتړل شو

که څه هم په جلال اباد ښار کې پخوانۍ ګڼه ګوڼه نشته او د ښار ډېره برخه تړل شوې، خو لا هم ډېر خلک د کار په هدف د ښار واټونو ته راوتلي دي.
جلال اباد ښار ته د مزدورۍ په موخه راغلي خلک وایي، له کومې ورځې چې ښار تړل شوی، له هغې راهیسې یې مزدوري هم کم رنګه شوې ده.
دوی اندیښمن دي که روزانه مزدوري ونه کړي، د کورونا پر ناروغۍ له اخته کېدو به وړاندې مړه شي.
جلال اباد ښاریان وايي، له کومې ورځې چې ښار او د تورخم سوداګریزه لار تړل شوې، په همهال ډول وسره د خوراکي توکو بیې سوداګرو او هټیوالو هم له حده لوړې کړي، چې غریب خلک یې د اخیستو وس نه لري.
دوی د خوراکي توکو د بیو د نه کنټرول په برخه کې د ښاروالۍ مسولین په بې پروایۍ تورنوي.
خو د ښاروالۍ مسولین بیا د خلکو نیوکې په ځای نه بولي او وایي، چې د ښار په ټولو هټوالو یې نرخنامې ویشلي.
د جلال اباد ښاروالۍ مطبوعاتي مسولی حامد غورځنګ له کلید سره په خبرو کې وویل، د نرخنو د کنترول لپاره یې ځانګړی کمیسیون ټاکلی چې هره ورځ
پر ننګرهار سربېره له تېرو څو ورځو راهسې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د کمښت او بیو لوړیدو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې، چې څه موده وړاندې جمهور رییس محمد اشرف غني د خوراکي توکو د نه کمښت ډاډ ورکړی وی.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA