ads

کورونا وېروس اوسمهال په ایټالیا کې تر ۱۰ زرو ډېر کسان وژلي

د رسنیو د راپورونو له مخې، پرون هم په ایټالیا کې ۸۸۹ کسانو د کورونا وېروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تراوسه په ایټاليا کې ټولټال ۱۰ زره کسان له کورونا وېروس مړه شوي، ۹۲ زره پرې اخته دي او له ۱۲ زرو زيات بيا ترې روغ شوي‌ دي. اروپا اوس د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 وری 1399
کورونا وېروس اوسمهال په ایټالیا کې تر ۱۰ زرو ډېر کسان وژلي

د رسنیو د راپورونو له مخې، پرون هم په ایټالیا کې ۸۸۹ کسانو د کورونا وېروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تراوسه په ایټاليا کې ټولټال ۱۰ زره کسان له کورونا وېروس مړه شوي، ۹۲ زره پرې اخته دي او له ۱۲ زرو زيات بيا ترې روغ شوي‌ دي.
اروپا اوس د کورونا وېروس پر مرکز اوښتې ده.
په دې لويه وچه کې تراوسه ۲۰ زره کسانو د دې وېروس له امله مړه شوي دي.
په بريتانيا کې د شنبې په ورځ د ۲۰۰ کسانو په مړينې سره په دې هېواد کې د قربانیانو شمېر له زرو واوښت او د رسمي شمېرو له مخې هلته له ۱۷ زره زيات کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي.
د اروپا په يوه بل هېواد اسپانيا کې بيا د مړينې شمېر له پنځو زرو اوښتی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA