ads

د هرات له مرکزي زندانه ۵۰۰ بندیان خوشي کېږي

د هرات د بندخونې مدیر میوند صمدي کلید ته وویل، چې د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې او د کورونا وېروس د مخنیوي په هدف له دغه زندانه ۵۰۰ بندیان ازادېږي. هغه زیاتوي، چې تېره شپه له دغه زندان څخه ۱۴۱ زندانیان خوشي شوي او د نورو د خوشي کېدو لړۍ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 وری 1399
د هرات له مرکزي زندانه ۵۰۰ بندیان خوشي کېږي

د هرات د بندخونې مدیر میوند صمدي کلید ته وویل، چې د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې او د کورونا وېروس د مخنیوي په هدف له دغه زندانه ۵۰۰ بندیان ازادېږي.
هغه زیاتوي، چې تېره شپه له دغه زندان څخه ۱۴۱ زندانیان خوشي شوي او د نورو د خوشي کېدو لړۍ روانه ده.
صمدي زیاتوي، چې دغه بندیان په وړو جرمونو مجرم پېژندل شوي دي.
دغه اقدام پر داسې مهال اخیستل کېږي، چې ټاکل شوې د جمهور رییس غني د فرمان له مخې، د هېواد له زندانونو ۱۰ زره هغه بندیان خوشي شي، چې دوسیې یې جدي نه دي.
خوشي کېدونکي بندیان په ترهګریزو بریدونو تورن نه دي او کورني او بهرني امنیت ته ګواښ نه پېښوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA