د جنوبي کوریا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې شمالي کوریا یو ځل بیا دوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي د جاپان د سمندر لور ته توغولي دي.
د سرچینې په خبره، یاد توغندي د دې کوریا له وونسان ښاره توغول شوي، چې ۲۶۰ کیلومټره واټن یې ویشتلی دی.
د دوی په وینا، د توغول شوو توغندیو لوړوالی ۳۰ کیلومټره و.
جنوبي کوریا پخپله خپره کړې بیانیه کې ویلي، چې اوسمهال نړۍ د کورونا وېروس له جدي ګواښ سره مخ ده، نو په داسې وخت کې دا ډول ازموینې مناسبې نه دي.
د جنوبي کوریا چارواکو له شمالي کوریا غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دا ډول ازموینې ودروي.
شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


